(کابل ټکی کام، شنبه، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴):
د هرات ولایت مقام وايي، یوازې د تیرې ورځې په اوږدو کې له ایرانه را ايستل شوي له ۳۸ زرو ډېر افغان مهاجر د اسلامقلعه له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ويلي، دغو را ايستل شویو افغانانو ته د خوراکي توکو، ترانسپورټي خدماتو او لومړنیو عاجلو مرستو ترڅنګ، شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته هم د اسلامي امارت له لوري ورکړل شوې ده.
د هرات ولایت مقام د مهاجرینو په اړه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د هر افغان مهاجر تر څنګ ولاړ دی او د هغوی له عزت، شرف او ناموس څخه کلکه دفاع کوي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري تازه ویلي، چې په تېر یوه کال کې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغانان په جبري ډول ایستل شوي او بیرته هېواد ته ستانه شوي دي.