کندهار: د ۵۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو څلور پروژې پرانیستل شوې؛ له ۹۰ زرو زیات وګړي به ترې ګټه اخلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۴):

د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د اوبو رسولو څلور پروژې رسماً پرانیستل شوې چې د ۵۶۴ میلیونه افغانیو په مجموعي لګښت بشپړې شوې دي.

دا پروژې د لویې ویالې د ساحې اوبو رسولو، د ارغنداب څخه تر اډې پورې د پایپ انتقال، د عدالت د گذر اوبو رسولو، او د نجیب نمرو په سیمه کې د پایپونو د بدلون برخو کې تطبیق شوې دي.

د اوبو رسولو شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم وایي، د دغو پروژو له لارې له ۹۰ زرو زیات پېرودونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

د لوی ویالې پروژه د ۴۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د شرکت د پراختیايي بودجې له لارې تمویل شوې، او د ارغنداب پایپ پروژه د ۱۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یونیسف له خوا تمویل شوې ده.

د شبکو پراختیا او د پایپ بدلون دوه نورې پروژې چې په نهمه او اوومه ناحیه کې پلي شوي، د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري تمویل شوې دي.

چارواکي وایي چې دا پروژې به د ښار د څښاک اوبو ستونزه په پراخه کچه حل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button