هلمند: د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې تر ۱۰۰ زیاتې وسلې او زرګونه مرمۍ نیول شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۴):

د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت چارواکي وایي، چې د تېرو دوو میاشتو په لړ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال یې ۱۰۵ میله مختلف ډوله وسلې او ګڼ شمېر نظامي تجهیزات له یو شمېر کسانو سره نیولي دي.

یاد عملیات د لښکرګاه ښار تر څنګ په څو ولسوالیو کې تر سره شوي، چې پر مهال یې ۶۳ میله تومانچې، ۱۴ میله کلاشینکوفونه، درې میله درنې وسلې، درې میله M4 ام‌پور، ۱۲ میله بلازن، پنځه میله کمرشکن، یو میل کربین، یو میل پپشه، یو میل ملیشايي توپک، یوه قبضه راکټ‌انداز، یو میل خفیف او شاوخوا ۳۰۰۰ مرمۍ د مختلفو سپکو او درنو وسلو ترلاسه شوې دي.

چارواکي وایي، چې له یادو قضیو سره تړلي کسان تر لومړنیو تحقیقونو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي، څو قانوني چلند ورسره وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button