انصارالله: د حکومت وسله‌وال مخالفینو او صهیونیستي جاسوسانو سزا مرګ ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ قضايي چارواکو اعلان کړی، چې د حکومت پر ضد وسله‌وال مخالفت کوونکي او د صهیونیستي رژیم لپاره کارکوونکي جاسوسان به له سختو سزاوو سره مخ کېږي، چې تر ټولو لوړه یې د اعدام سزا ده.

د صنعاء په یوه رسمي محکمه کې د انصارالله اړوند قاضي ویلي:
“هغه کسان چې د هېواد او ولس پر ضد وسله اخلي، یا د دښمنانو سره استخباراتي اړیکې لري، د شرعي، قانوني او اخلاقي پلوه د سختو سزاوو مستحق دي، چې له جملې یې یوه د مرګ سزا ده.”

د قضايي چارواکو په وینا، په وروستیو کې د هېواد دننه او د سرحدي سیمو په اوږدو کې څو شبکې نیول شوې دي، چې په وینا یې له صهیونیستي رژیم، سعودي عربستان او امریکايي استخباراتو سره یې اړیکې لرلې.

د یمني استخباراتي ادارې هم اعلان کړی، چې په صنعاء، صعده او الحدیده کې یې څو هغه کسان نیولي چې د بهرنیو استخباراتي ادارو لپاره یې معلومات راټولول او نظامي مراکز یې هدف ګرځول.

مربوطه مطالب

Back to top button