کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اذربایجان د باکو له نړیوال بحري بندر څخه لیدنه وکړه. نوموړي د بندر د امکاناتو، ترانزيټي ظرفیت او د انتقالاتو بهیر له نږدې وڅېړه او له اذربایجاني چارواکو یې وغوښتل، چې د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د لیدنې پر مهال د باکو بندر او د اوسپنې پټلۍ مسؤلینو وویل، چې د لاجوردو دهلیز په مسیر کې موقعیت لرونکی دغه بندر، د افغانستان صنعتي، کرنیزو او کاني توکو لپاره ترکیې، اروپا او روسیې ته د صادرولو چمتووالی لري. دوی زیاته کړه، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې به هم د ایران له مسیره روسیې ته د افغان توکو انتقالاتو ته زمینه برابره شي.
د دواړو لوریو تر منځ ګډې تخنیکي کمېټې هم وټاکل شوې، څو د موجودو امکاناتو ارزونه وکړي او د ترانزیټي همکارۍ پراخولو ته زمینه برابره کړي.
د باکو نړیوال بندر اوسمهال ۱۵ میلیونه ټنه کلنی ظرفیت لري، چې د چارواکو په وینا، دا اندازه به ژر ۲۵ میلیونه ټنو ته لوړه شي.