کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د الغد تلویزیوني شبکې د خبر له مخې په اشغالي فلسطین کې د اسرائیلي مېشت ځایونو اوسېدونکي له یوې نوې او عجیبه ستونزې سره مخ شوي، چې ورځ تر بلې يې ژوند د خبرابېدو په حال کې ده.
اسرائیلي رسنۍ راپور ورکوي چې ګڼ کورونه د مچانو له یرغل سره مخ دي او خلک له دې امله له جدي نارامۍ سره مخ شوي دي. ځینو ښاریانو شکایت کړی چې مچان نه یوازې د کورونو داخل ته ننوځي، بلکې د خوراکي توکو، جامو، او حتی د خوب خونو ته هم ورځي.
د اسرائيلو چاپېریالي چارو ادارې چارواکو ویلي، چې د مچانو دا پراخ خپرېدل ښایي د فاضله اوبو او ناپاکو ځایونو د مدیریت له کمزورۍ سره تړاو ولري، خو تر اوسه یې د حل لپاره عملي اقدامات نه دي شوي.
ځايي اوسېدونکي وايي، هره ورځ د مچانو پر ضد درنې سپرې کاروي، خو پایله نه ورکوي. ځینو رسنیو دا حالت «ورځنی خوب» بللی، ځکه چې مچان د خلکو د خوب، خوراک، او نور ورځني ژوند خنډ ګرځېدلي دي.
کارپوهان وایي که حالت همداسې دوام وکړي، نو د صحي خطرونو ترڅنګ دا چاره ممکن د ځینو سیمو د خالي کېدو سبب هم شي.