د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا د رالېږد نوې پروژه اعلان شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۴):

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د ازبیکستان د برېښنا وزیر سره د ویډیويي کنفرانس له لارې د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا د نوې لېږد مزي پروژې په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي عمر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ، اقتصادي همکاریو او انرژۍ شریک کار ته مهم اهمیت ورکړی او دا پروژه یې د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره ګټوره یاده کړې.

د معلوماتو له مخې، ازبیکستان به یادې پروژې ته مالي پانګونه وکړي، چې له لارې به شاوخوا ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د کابل او ختیځو ولایتونو لپاره انتقال شي.

دا نوې پروژه به نه یوازې د برېښنا د کمښت ستونزې راکمې کړي، بلکې د صنعتي او ښاري پراختیا لپاره به مهمه اساسي زېربنا وي.

مربوطه مطالب

Back to top button