(کابل ټکی کام، يکشنبه، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴):
د ننګرهار ولایت په ځينو ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله راوتو سېلابونو دوه ماشومان مړه او ۲۸۰ استوګنیز کورونه یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.
د پېښو سره د مبارزې ریاست وایي، چې په ګوشتې، لعلپورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالیو کې سېلابونو شاوخوا ۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
ځايي سرچینو په وینا، سېلابونو ګڼې کرنیزې ځمکې، کورونه او فصلونه له منځه وړي دي. سرچینې زیاتوي، چې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي، خو د ټولو دقیقو تلفاتو او زیانونو په اړه تر اوسه بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.


















