پکتیا: د جاني‌خېلو ۳۰ بستریز روغتون پاتې چارې له څلور کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې

(کابل ټکی کام، يکشنبه، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴):

د پکتیا ولایت په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون پاتې ودانیزې چارې له څلور کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې.

دغه روغتون چې د تېر حکومت پر مهال یې ۷۰ سلنه کار بشپړ شوی و، د نامعلومو دلایلو له امله نیمګړی پاتې شوی و.

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر معراج ګل عادل وایي، پاتې چارې به يې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د عامې روغتیا وزارت لخوا ترسره شي، او په بشپړېدو سره به دا روغتون په ټولیز ډول ۳۲ خونې ولري.

چارواکي زیاتوي چې د روغتون په فعالېدو سره به د جاني‌خېلو ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکي د اړینو روغتیایي خدمتونو څخه برخمن شي.

مربوطه مطالب

Back to top button