کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو اعلان کړی چې د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ او د اسراییلي رژیم د وحشي یرغل پر ضد یې نوې حمله ترسره کړې ده.
د یمني پوځ د رسمي بیان له مخې، دغې حمله کې د اشغال شوي فلسطین په یافا سیمه کې د لد “بن ګورین “نړیوال هوایي ډګر په نښه شوی، چې پکې د «فلسطین ۲» نومې فوقالصوت (هایپرسونیک) بالستیک توغندی کارول شوی دی. د چارواکو په وینا، برید خپل هدف په بریالیتوب سره رسیدلی، چې له امله یې د هوایي ډګر تړل شوی او زرګونه اسراییلي وګړي پناهځایونو ته تښتیدلي دي.
یمن ویلي، دا عملیات د فلسطین د قضيې، غزې د خلکو او مقاومت د ملاتړ په موخه ترسره کېږي. پوځ په خپله اعلامیه کې زیاته کړې:
> «د غزې خلک، له محاصرې، یرغل، توطیو او نړیوال خذلان سره سره، په ایمان، استقامت او توکل سره د اتلولۍ بیلګې جوړوي. موږ به تر هغه خپلې حملې جاري ساتو څو د غزې کلابندي نه وي ختمه شوې او یرغل پای ته نه وي رسېدلی.»


















