(کابل ټکی کام، سه شنبه، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴):
د ټولګټو وزارت د راپور له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد له بېلابېلو بندرونو او د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷۷۰۲۹ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي. دغه انتقالات د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سرطان له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې پورې ترسره شوي، چې پکې نفتي، غیر نفتي او نور توکي شامل دي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، له حیرتان بندر څخه ۵۸۸۵۰ ټنه، له آقینې ۶۷۴۵ ټنه، له تورغونډۍ ۵۴۳۸ ټنه او له خواف – هرات پټلۍ څخه ۵۹۹۶ ټنه توکي انتقال شوي دي. د دغو انتقالاتو یوه برخه صادرات دي چې ۴۶۴ ټنه جوړوي، او پکې ډېره برخه وچه مېوه او د انارو جوس دی.
د ټولګټو وزارت وايي، د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د ملي عوایدو د لوړېدو او اقتصادي ثبات په برخه کې مهم رول لري. وزارت ژمنه کړې چې د لا ډېرو انتقالاتو لپاره به سوداګرو ته اسانتياوې او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.


















