هميم
تراب صاحب پۀ وطن دردېدلې سټه وه. هغه تل يو غم ژاړۀ. د وخت ښۀ حماسي شاعر و. دۀ تعليم نه درلود، خپل احساس پرې ویلې، د ځانګړې لهجه او دردناک سوز خاوند افغان و. پۀ ۲۰۰۲ز کې چې دی ۳۸ کلن و درمل صاحب ته پۀ يوه ليکلې مرکه کې وايي:
« زما پۀ خپل ۳۸ کلن ژوند کې داسې ورځ نه يادېږي چې هغه دې تمامه ما پۀ خوشالۍ تېره کړې وي. وادۀ خو د انسان پۀ ژوند کې يوازينۍ خوښي وي کنه، خو ما د خپل واده ورځ هم پۀ وير لړلې تېره کړې ده. پۀ هغۀ ماښام ملګري راپسې را غلل وې يې: قوې راغلي، ته یې خامخا غوښتی یې. ما ورته وې: نه ګورئ چې وادۀ مې دی؟ خو هغوی بیا را پسې راغلل او مجبور یې کړم چې ور سره لاړ شم، وادۀ پاتې شو او زۀ جنګ ته لاړم. »
ما یې ډېر پخوا دا بیتونه چېرې لوستي وو:
دا سې خرپ، خرپ مې د بنګړو تر غوږ شي
لکه زاهد چې پۀ تسبو واوړي
هلته یې سر ته خلک سر ووايي
چې کله دار کې پۀ رسو واوړي
خدای دې و بښي. درد من روح یې ارام! د مرګ وصیت یې ليکلی و اخر کې وايي:
پۀ ما خاورې کړه امبار چې درز وا نه ورم
پۀ مزار مې د ډيوو پوښتنه وکه


















