خان یونس کې د ماین‌چاودنه؛ درې اسرائیلي پوځیان وژل شوي- نتنیاهو ډېره سخته شپه وه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ نظامي څانګې «قدس ځواکونو» اعلان کړی، چې د غزې په خان‌یونس ښار کې یې د ماینونو په وسیله یو اسرائیلي نظامي موټر او بلډوزر له منځه وړي دي.

د صهیونیستي رژیم رسنیو هم دغه برید تائید کړی او ویلي یې دي، چې د قدس لېوا د توغندیز برید له امله ۳ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د تلفاتو په غبرګون کې ویلي: “دا شپه ډېره سخته وه.”

د ویلو ده، چې د خان‌یونس جګړه اوس هم دوام لري، او د فلسطیني مقاومت ډلې وایي چې خپلو عملیاتو ته به تر بشپړې بریا پورې دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button