(کابل ټکی کام، سه شنبه، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴):
عبري ورځپاڼې «معاريف» راپور ورکړی چې د اسرائيل پوځ هغه ټانک چې «د نړۍ غوره ټانک» بلل کېږي، پرون دوشنبه د غزې په جبالیا سیمه کې په یوه ویجاړوونکي برید کې په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی.
ورځپاڼې لیکلي، تر اوسه څرګنده نه ده چې کوم ډول وسله په دې برید کې کارول شوې، خو دغه پېښه د اسرائيل پوځ لپاره ستره پوځي ضربه بلل شوې ده.
د راپور له مخې، د اسرائيل پوځ په غزه کې په ژوره توګه ښکیل دی او د جګړې حقیقت له خلکو پټ ساتي، ځکه چې د حقایقو افشا کېدو د مشرتابه لپاره ستره وېره رامنځته کړې ده.
د معاريف په وینا، د ټانک ویجاړېدل د پوځ پر مورال او د جګړې پر بهیر مستقیم اغېز لري او ښيي چې مقاومت ځواکونه لا هم په غزه کې قوي او فعال حضور لري.


















