ولسمشر احمد الشرع “ابو محمد جولاني” د دمشق پرېښودو غوښتنه ردکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

په داسې حال کې، چې د سوریې د پلازمینې “دمشق” په ګډون ددغه هېواد په ګڼو ښارونو د صهیونیستي اشغالګرو هوایي بریدونه دوام لري د سوریې ولسمشر “احمدالشرع-ابو محمد جولاني” د دمشق پرېښودو په اړه د ترکي ولسمشر “رجب طیب اردغان” غوښتنه رد کړې ده.

ولسمشر احمد الشرع دا غوښتنه رد کړې او په ښکاره ډول یې اعلان کړی:

 

> “زه به په دمشق کې پاتې شم، د سوریې د هرې برخې دفاع به کوم، او ټولو ولایتونو ته مې امر کړی چې د عمومي تیارسۍ (حالت) اعلان کړي.”

د ویلو ده، چې ولسمشر الشرع دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له نن سهار راهیسې اسراییلي الوتکو پلازمینه دمشق کې ولسمشرۍ ماڼۍ، دفاع وزارت، د سوریې د دولتي تلویزون ودانۍ، پوځي اډې، د استخباراتو مرکز او هوایي ډګر په نښه کړې دي، چې په پایله کې یې د دفاع وزارت د مرستیال وزیر په ګډون ځینې مهم پوځي چارواکي، پوځیان او ولسي وګړي وژل شوي دي

مربوطه مطالب

Back to top button