(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴):
په السويداء کې د اوربند اعلان شوی، خو د دروزو یوه مذهبي مشر حکمت الهجري له دې پرېکړې سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې “موږ د سویداء د بشپړ آزادولو لپاره جګړه روانه ساتو.” هغه ټینګار کړی چې هېڅ ډول موافقه، خبرې یا تفويض له هغو وسلهوالو ډلو سره نشته چې ځانونه د حکومت په نوم یادوي.
الهجري خبرداری ورکړی چې هر څوک یا هره ډله چې له دې واحد دریځ څخه سرغړونه وکړي او له وسلهوالو ډلو سره خبرې وکړي، بې له استثنا به حساب ورکولو ته وړاندې شي.
په همدې حال کې، د سوریې دولتي خبري آژانس خبر ورکړی چې د سویداء په اړه د اوربند تړون شوی، چې له مخې به په ښار کې امنیتي پوستې ځای پر ځای کېږي او ولایت به بشپړ د سوریې دولت تر چتر لاندې ورګډ شي.
د دروزو د مذهب روحاني شورا هم په رسمي ډول دغه تړون تایید کړی، چې په ۱۴ مادو کې د امنیت ټینګښت، د دولت د ادارو بیا فعاله کېدل، د سلاح تنظیم، د خلکو د حقونو خوندیتوب او د خدمتونو برابرول شامل دي.















