حزب‌الله پر سوریې صهیونیسټي یرغل په کلکه وغنده او د اسرائيل پر وړاندې يې کلک دریځ د امت د عزت او خپلواکۍ تضمین وباله

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴):

حزب‌الله په یوه خپره کړې اعلامیه کې د اسراییلو وروستی یرغل چې پر سوریه ترسره شوی، په کلکه غندلی دی.

په اعلامیه کې دا برید د سوریې د ملي حاکمیت او د ملکي خلکو پر وړاندې ښکاره تېری او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بلل شوی دی.

 حزب‌الله ویلي، دا برید د هغه تسلسل برخه ده چې اسراییلي رژيم په لبنان، فلسطین، یمن او ایران باندې ترسره کړي دي.

حزب‌الله ټینګار کړی چې اسراییلي رژيم هېڅ ډول ژمنه او تړون نه پېژني او یوازې د زور ژبه درکوي. په اعلامیه کې ویل شوي چې دا رژيم غواړي خلک کمزوري او مطیع کړي، او د سیمې په هېوادونو کې نفاق خپور کړي.

حزب‌الله له سوري ولس څخه غوښتي چې متحد پاتې شي او دې “وحشي دښمن” ته دا وښيي چې سوریه به هېڅکله د اشغال او تېري پر وړاندې سر ونه ټیټوي.

په پای کې حزب‌الله د عربي او اسلامي امت له خلکو غوښتي چې د صهیونيستي رژيم له خطرناکو پلانونو خبر او بیدار پاتې شي او د دې دښمن پر وړاندې کلک او واضح دریځ خپل کړي. اعلامیه ټینګار کوي چې یوازې مقاومت او دښمن ته مقابله کولی شي د امت یووالی، عزت، حاکمیت او خپلواکي خوندي وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button