د لبنان جنوب کې د صهیونیستي اشغالګرو هوایي بریدونه؛ د حزب الله د قوماندان په ګډون ۵ تنه شهیدان شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د صهیونیستي ترهګر رژیم جنګي الوتکو یو ځل بیا د لبنان پر جنوبي سیمو هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې د حزب الله اسلامي غورځنګ د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۵ تنه شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي

لبناني رسنۍ وايي، دغه برید نن سهار وختي د اسراییلي الوتکو له لوري د حزب الله پر یوه مرکز او یوې ولسي ودانۍ ترسره شوی، چې د اوربند له هوکړې ښکاره نقض ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده چې له تېرو دوه اوونۍ راهیسې د لبنان حزب‌الله غورځنګ ځواکونو او صهیونیستي رژیم ترمنځ سرحدي سیمو کې یوځل بیا نښتې پیل شوي، چې یاد غورځنګ یې د صهیونیستي یرغلګر-ترهګر ريژیم لخوا د اوربند له هوکړې د پرلپسې سرغړونو ځواب ګڼي.

مربوطه مطالب

Back to top button