د غزې اوسېدونکي د لوږې له امله د ډلهیيزې مرګونې فاجعې سره مخ دي؛ د نړيوالې ټولنې چوپتيا اندېښنې پارولي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د غزې مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د اسرائيلي رژيم له لوري د غزې د پولې تړل کېدو له امله د يادې سیمې اوسېدونکي د لوږې له امله د ډلهیيزې مرګونې فاجعې له خطر سره مخ دي، خو نړيواله ټولنه لا هم چوپه ده.
راپور زیاتوي، چې له ۱۴۰ ورځو راهيسې د غزې ټولې لارې وتړل شوي، مرستهرسوونکي کارکوونکي نه پرېښودل کېږي، زېربناوې ويجاړې شوي او خوراکي توکي خلکو ته نه رسېږي، چې له امله يې انساني وضعيت د تاريخ تر ټولو بد حالت ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د فلسطيني کډوالو د مرستو او کار ادارې (اونروا) وياند هم تاييد کړې چې د غزې سل سلنه وګړي له سؤ تغذيې کړیږي.
د العربیې شبکې د شنبې د ورځې په راپور کې ويل شوي چې د غزې اوسېدونکي د لوږې تر پنځم پړاو رسېدلي، چې دا د نړيوالې لوږې په کچه تر ټولو خطرناک پړاو بلل کېږي.
اونروا خبرداری ورکړی، که بشري ناورين همداسې دوام ومومي، نو د ميليونونو بېګناه ملکي وګړو ژوند به له سخت ګواښ سره مخ شي، او د نړيوالې ټولنې چوپتيا به د دې فاجعې يوه غټه ونډهواله پاتې شي.



