اسرائیلي استخبارات: د حماس تونلونه د لندن د میټرو له تونلونو څو چنده ستر دي

کابل ټکی کام (یکشنبه،۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
برېتانوي ورځپاڼې فایننشل ټایمز د اسراییلي استخباراتو له قوله راپور ورکړی، چې د دوی د اټکل له مخې، په غزه کې د اسلامي مقاومت ډلې حماس له خوا جوړ شوي تونلونه د لندن د ځمکې لاندې میټرو له تونلونو څو چنده ستر او پراخ دي.
راپور زیاتوي، چې اسراییلي چارواکي باور لري چې دا تونلونه په سلګونو کیلومتره اوږدوالی لري او د غزې ښار لاندې یې یو پراخ، پېچلی او څو پوړیزه شبکه جوړه کړې ده، چې په کې د مجاهدینو تګ راتګ، وسلو انتقال او پټنځایونه شامل دي.
فایننشل ټایمز لیکلي: چې دا تونلونه د اسراییلي پوځ لپاره ستر امنیتي او استخباراتي چلینج ګڼل کېږي، ځکه چې د هغوی پرمختللي تخنیکي وسایل هم د دغو تونلونو په کشف او له منځه وړلو کې تر ډېره بریالي نه دي.
یادې ورځپاڼې دا راپور د اسراییلي امنیتي سرچینو له قوله خپور کړی؛ خو د حماس له لوري لا تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون رسمي نهدی ښودل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې جګړه لا هم روانه ده، او صهیونیستي رژیم د حماس د نظامي وړتیاوو د له منځه وړلو لپاره بېلابېلې پوځي هڅې کوي.



