عبدالمالک حوثي: اسرائیلو سره پراخې جګړې ته چمتو والی لرو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر، عبدالمالک حوثي یو ځل بیا د فلسطین د قضیې په ملاتړ توند او د اسرائیلو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د دوی تیارسي یوازې شعار نه، بلکې عملي اقدام دی.
نوموړي ټینګار کړی:
“موږ به د غزې مظلوم ولس هیڅکله یوازې پرېنږدو. زموږ توغندي کولای شي د صهیونیستي رژیم پلازمېنه تلأبیب، او همدارنګه په منځني ختیځ کې د امریکایانو هره نظامي اډه په نښه کړي.”
حوثي زیاته کړې، چې د انصارالله ځواکونه د هر ډول نظامي مقابلې لپاره بشپړ چمتو دي، او که اړتیا پېښه شي، د غزې د دفاع په موخه به بې له ځنډه اقدام وکړي.
هغه وویل:
“موږ ته دا یو لوی ویاړ دی، چې په دې سختو شرایطو کې د غزې له مظلومو خلکو سره ولاړ یو. دا زموږ دیني، انساني او اخلاقي مسؤلیت دی.”
یاده دې وي چې د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ له تېرو څه باندې دوه کلونو راهیسې د صهیونیستي رژیم پر ضد له غزې سره د همپالنې په موخه د اشغالګرو بېړۍ، نظامي اډې او اسرائیلي اهدافو توغندیز بریدونه کړي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.



