د رابطة العالم الإسلامي د همغږۍ ټولنې مشر له رئیس‌الوزرا، متقي او سراج‌الدین حقاني سره پر دیني همکاریو، فلسطین، امنیت او علمي اړیکو خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې (رابطة العالم الإسلامي) سرمنشي ښاغلي شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی کابل ته په خپل رسمي سفر کې د افغانستان اسلامي امارت له درې لوړپوړو مشرانو سره جلا جلا کتنې وکړې.

په دغو کتنو کې د اسلامي نړۍ د یووالي، علمي اړیکو، د افغان علماوو ونډې، د حج سهمیې زیاتوالی، فلسطین ته د ملاتړ څرګندونې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير ښاغلي مولوي امیر خان متقي د ډاکټر محمد العیسی سره په کتنه کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې، د عمومي عفوې اعلان، امنیت او دینی اصلاحات یاد کړل او له اسلامي نړۍ سره د اړيکو پر پراخېدو یې ټینګار وکړ. هغه د سعودي عربستان رول مهم وباله.

ډاکټر العیسی د اسلامي امارت د اقداماتو ستاینه وکړه، عمومي عفوه یې د اسلام د نرمښت نښه وبلله او ویې ویل چې افغانستان د اسلامي نړۍ لپاره ځانګړی ارزښت لري.

دغه راز د اسلامي امارت رئیس‌الوزرا ښاغلي ملا محمد حسن اخوند په ګلخانې ماڼۍ کې له نوموړي سره په ليدنه کې د سعودي عربستان تاریخي ملاتړ وستایه او ويې ویل چې د اسلامي نړۍ ستونزو ته د حل موندل د علماوو مهم مسؤلیت دی. هغه له العیسی وغوښتل چې د حج سهمیه زیاته کړي.

ډاکټر العیسی افغانستان د اسلامي امت یوه مهمه برخه وبلله، ویې ویل چې د افغان علماوو رول باید نړیوال کنفرانسونو کې زیات شي او د فلسطین د وضعیت په اړه يې وویل چې روان ظلم نسل‌وژنه ده او هغوی يې په کلکو ټکو غندي.

همدارنګه د رابطة العالم الإسلامي مشر د اسلامي امارت د کورنیو چارو له وزير ښاغلي خلیفه سراج‌الدین حقاني سره په ارګ کې وکتل او ويې ويل چې سعودي او افغانستان اوږدې اسلامي اړیکې لري او دغه تګ راتګ د ورورولۍ د پیاوړتیا لامل دی.

ډاکټر العیسی زياته کړه، زموږ سفر د علمي همکاریو د پراختیا لپاره دی. موږ ویاړو چې نن د امن په فضا کې له اسلامي امارت سره مستقیم ګورو او غواړو د رابطة العالم الاسلامي له لارې د افغان علماوو ونډه زیاته کړو.

په پای کې دواړو لوریو د دا ډول لیدنو، علمي کنفرانسونو، دیني همکاریو او نړیوالو ناستو کې د افغان علماوو ګډون زیاتولو باندې ټینګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button