یمني ځواکونو بن ګورین نړیوال هوایي ډګر او رامون پوځي هوایي اډه په نښه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو یوه بیړنۍ اعلامیه خپره کړې، چې له مخې یې د صهیونیستي رژیم له لوري د یمن په حدیده بندر د وروستي برید او د فلسطین د مظلوم ولس د ملاتړ په موخه په صهیونیستي اهدافو پراخ هوايي عملیات ترسره شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې یمني ځواکونو پنځه بې پیلوټه الوتکې کارولي، چې لاندې اهداف یې په نښه کړي دي:

د اللد- بن ګورین نړیوال هوايي ډګر

یافا کې یوه پوځي اډه

د ام الرشراش بندر

د رامون پوځي هوايي ډګر

او په اسدود سیمه کې د بجلۍ یو مرکز په نښه او له مینځه وړل شوي دي.
د یمني ځواکونو په وینا، عملیات یې په بشپړ ډول بریالي وو او هدفونه په دقیقه توګه ویشتل شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې یمن په تېرو میاشتو کې بیا،بیا د وحشي صهیونیستي دوښمن له یرغل سره مخ شوی، خو د الله په مرسته یې په پوره استقامت مقابله کړې ده. وسله‌وال ځواکونه ټینګار کوي، چې د فلسطیني ملت د ملاتړ لپاره خپل دینی، اخلاقي او انساني مسؤلیت ته دوام ورکوي.
په پای کې یمني پوځ ټینګار کړی، چې عملیات به یې تر هغه مهاله دوام لري، څو چې د غزې پر مظلومو خلکو یرغل پای ته نه وي رسېدلی او محاصره نه وي لېرې شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button