د ملا برادر اخوند له لوري د تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیستل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په ملي پراختیا شرکت کې د څو تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیستل شو.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د تولیدي فابریکو د دغه کمپلکس بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز ګام وباله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به پر بهرنیو تولیداتو د افغانستان تکیه راکمه او د کورني صنعت په پیاوړتیا او پراختیا کې به د پام وړ مرسته وکړي.
‏ملا برادر وویل: د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس کې به ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي، د سیمه ییزو او بهرنیو بازارونو په نسبت به هېوادوالو ته په ارزانه بیه تولیدات وړاندې شي او په لویه کې به دغه کمپلکس د هېواد د ملي اقتصاد په تقویه کې مؤثر رول ولوبوي.
‏ ملا عبدالغني برادر اخوند یوځل بیا پر ټولو پانګوالو غږ وکړ چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. د هغه په خبره، اوسمهال په افغانستان کې د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ملي پراختیا شرکت له مسوولینو مننه وکړه چې دغه تولیدي فابریکې یې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته بیا فعالې کړې او له هغوی یې په ټینګار وغوښتل چې هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.
د ویلو ده چې د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس اوسمهال د قوش تېپې کرنیزو کمپلکسونو لپاره د ماشین آلاتو او کرنیزو وسایلو، د صنعتي او کوچنیو فابریکو ماشین الاتو، ترانسپورټي وسایطو، فلزي عناصرو، برقي وسایلو، مختلفو پرزه جاتو او د کانالونو او اوبو بندونو د دروازو د قطعاتو په شمول ۱۰۵ ډوله تولیدات کوي، چې یوشمېر تولیدات یې نندارې ته هم وړاندې شول.

مربوطه مطالب

Back to top button