حماس: د اسلامي نړۍ واکمنان غزه کې په روان وحشت چوپه خوله دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د حماس د سیاسي دفتر مطبوعاتي مشاور، طاهر النونو، ویلي چې دوه میلیارده مسلمانان نشي کولی د غزې تر محاصرې لاندې ولس ته خواړه او مرستې ورسوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې حماس له اسلامي نړۍ څخه نه ټانکونه او نه هم مرمۍ غوښتي، بلکې یوازې یې د خپلو وږو خلکو لپاره د ډوډۍ غوښتنه ترې کړې ده.
النونو زیاته کړې: د”اسلامي امت واکمنان په دې قضیه کې په بشپړ ډول پاتې راغلی دی. دا یو تاریخي شرم دی چې باید اسلامي علما یې شرعي اړخونه روښانه کړي.”
دی وایي، د الازهر شیخ او د نړۍ د دیني علماو مسؤلیت دی چې د دې چپتیا او بزدلۍ شرعي حیثیت بیان کړي، ترڅو معلومه شي چې ایا دا واکمنان لا هم د اسلامي امت استازولي کوي که نه.
غزه دا مهال له سخت انساني ناورین سره مخ ده، او د حماس مشران له نړیوالو، په ځانګړي ډول اسلامي نړۍ، د عملي اقدام غوښتنه کوي.



