ولسمشراردوغان: د غزې خلک به هېڅکله خپلې وسلې پر ځمکه کینږدي او ترکیه به یې ملاتړ ته دوام ورکوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا د غزې له مظلوم ولس سره د خپل ټینګ ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې د غزې خلک به خپلې وسلې هېڅکله پر ځمکه کښېنږدي او د حق لپاره به خپله مبارزه روانه وساتي.
اردوغان زیاته کړې: “موږ د غزې مسئله هېڅکله له خپلې اجنډا نه ده لیرې کړې او نه به یې کله هم لیرې کړو. موږ به تل د غزې تر څنګ ولاړ یو.”
نوموړي د خپلو څرګندونو پر مهال یو ځل بیا پر نړیوالو توندې نیوکې کړي، چې د اسرائیلي اشغالګرو له ظلمونو، محاصرې او بشري جنایتونو سترګې پټوي او د فلسطیني ولس په حق کې جفا کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو وحشیانه بریدونه دوام لري او د زرګونو فلسطینیانو ژوند یې اخیستی دی.



