عبدالملک حوثي: د یمنیانو وینه د غزې له خلکو بهتره نه ده هر ډول قربانۍ ته چمتو یو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “عبدالملک حوثي” ویلي چې یمنیان د غزې له مظلومو خلکو سره د هر ډول قربانۍ لپاره تیار دي.
نوموړي په یوه تازه وینا کې ټینګار وکړ: “د یمني ولس وینه د غزې له خلکو بهتره نه ده، که اړتیا وي، قرباني به یې کړو.”
حوثي زیاته کړه چې د فلسطین قضیه د ټول امت قضیه ده، او یمن به هیڅکله د غزې ملت یوازې پرېنږدي. نوموړي وویل: “موږ له اشغالګرو او د هغوی له ملاتړو سره د جګړې لپاره چمتو یو، او دا زموږ لپاره ویاړ دی چې د مظلومو فلسطینیانو تر څنګ ولاړ یو.”
یادې څرګندونې داسې مهال کېږي چې غزه د اسرائیلي محاصرې او بمباریو له امله له سخت انساني ناورین سره مخ ده، او یمني ځواکونه وخت ناوخت د اشغالګرو پر اهدافو توغندیز بریدونه کوي.



