ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت شپږ مهمې پروژې منظورې کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د اجنډا له مخې ۲۸ پروژې وړاندې شوې وې، چې له بحث وروسته یې ۱۹ تعدیل، شپږ منظورې او یوه پروژه لغوه شوه.

د منظور شوو پروژو ټولیز ارزښت ۸۲۸ میلیونه افغانۍ ښودل شوی، چې پکې د کابل ښار د سړکونو جوړېدل او په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پاتې کارونه شامل دي. دغه پروژې به د افغانستان اسلامي امارت له بودجې تمویل شي.

همداراز، یوه پروژه بیا ارزونې لپاره ځانګړې کمېټې ته وسپارل شوه، او د بلې پروژې په تړاو به له ټاکل شوي شرکت سره د قیمتونو پر سر خبرې کېږي.

کمېسیون ټینګار وکړ، چې دا پروژې به د شفافیت او ملي اړتیاوو پر بنسټ مخ ته یووړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button