کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د تېرو دولسو میاشتو په موده کې یې شاوخوا ۹۶۴ زره پوځي عملیات ترسره کړي، زرګونه نوي پوځي کدرونه یې وروزل، او له ۱۵۰ زرو تر ۲۰۰ زرو پورې منظم پوځ لري.
دا څرګندونې د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په غونډه کې وشوې.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصيحالدين فطرت وویل، چې د هیواد په کچه د پوځ چټک تحرک، پراخ حضور، او د سرحدونو کلکه ساتنه د امنیت ټینګښت ته مهمه وده ورکړې. نوموړي زیاته کړه چې په تېرو دولسو میاشتو کې ۸ چورلکې، ۴۱ زره موټر، ۶۵۰۰ ډول ډول وسلې او ۷۲۴ مخابراتي وسایل ترمیم شوي، او پر ډیورنډ فرضي کرښه د ۱۵ سرحدي لواوو ترڅنګ، نږدې ۸۰۰ پوستې ځای پر ځای شوې دي.
د وزارت د روغتیایي خدمتونو په برخه کې هم پام وړ پرمختګ شوی، چې له مخې یې د وزارت اړوند روغتونونو ته ۱.۵ میلیونه ناروغانو مراجعه کړې، له دې جملې ۱۵۲۷ زره تنه بشپړ درملنه شوي، او تر ۱۵ زره زیات بستر دي.
همداراز، له ۱۰ زره زیات جراحي عملیات ترسره شوي، چې ۱۱۳ یې د زړه پېچلي عملیات وو. چارواکو ټینګار وکړ، چې ملي اردو د عقیدې، نظم او مسلک له مخې پیاوړې شوې ده.


















