غزه؛ حماس سره نښتو کې د صهیونیستي پوځ د ځانګړو ځواکونو ۳ پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د غزې له محاصرې سره سره، د فلسطیني مقاومت ځپونکي عملیات دوام لري. د تازه راپورونو له مخې، د حماس مجاهدینو د خان یونس په سیمه کې د صهیونیستي پوځ په کاروان کمیني برید کړی دی.

د راپورونو په وینا، په دغه نښته کې د اسرائيلي پوځ د ځانګړو ځواکونو درې تنه پوځیان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي. نښته هغه مهال رامنځته شوې، چې صهیونیستي ځواکونو غوښتل د مقاومت یو پوځي مرکز محاصره کړي.

د حماس د نظامي څانګې «کتائب القسام» رسنیو ته ویلي، چې دوی د صهیونیستي ځواکونو تحرکات له مخکې څارل او پر هغوی یې له پوره چمتووالي سره برید کړی دی.

دغه تازه مرګ ژوبله د صهیونیستي رژیم لپاره یو بل لوی ګذار بلل کیږي، په داسې حال کې چې د غزې جګړه لا هم په شدت سره دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button