د غزې جګړه؛ اشغالګرو شجاعیه کې د خپلو ۵ پوځيانو وژل کېدل ومنل

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د غزې تړانګې “شجاعیه” سیمه کې د مقاومت ځواکونو او صهیونیستي پوځ ترمنځ د نښتو له امله د اشغالګر پوځ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د صهیونیستي پوځ ویاند تائید کړی چې د یادو نښتو پر مهال د دوی پنځه پوځیان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
مقاومت وایي، د نښتو پر مهال یې د دښمن مرکزونه په درنو وسلو سره په نښه کړی او ګڼ وسایط یې هم په بشپړه توګه تخریب کړي دي.
د ویلو ده چې د غزې “شجاعیه” سیمه له تېرو ۲ میاشتو راهیسې د مقاومت او اشغالګرو ترمنځ د سختو جګړو شاهده ده.



