کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “عبدالملک حوثي” د مقاومت د بې وسلې کولو په اړه د سعودي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په توند غبرګون ښودلی او ویلي، یې دي، چې د سولې او اوربند د ټینګېدو لپاره تر ټولو مهم ګام د صهیونیستي رژیم د یرغلونو درول او د هغوی د پوځي ځواکونو وتل دي، نه د فلسطیني مقاومت بې وسلې کول.
حوثي په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د فلسطین ولس له ډېرو لسیزو راهیسې د اشغال، کډوالۍ، وژنو او اقتصادي محاصرې ښکار دی او د هغوی وسلهواله مبارزه یوازې د مشروع دفاع یوه بڼه ده.
هغه سعودي چارواکو ته په خطاب کې وویل:
“که ریښتیا د سولې پلویان یاست، نو اشغالګر باید وسلې پر ځمکه وغورځوي، محاصرې دې ختمې شي، او فلسطیني ملت ته دې خپل حق ورکړل شي. د مقاومت بې وسلې کول د اشغال دوام ته لاره هواروي او دا هېڅکله د منلو وړ نه ده.”
د انصارالله مشر زیاته کړه چې د یمن ولس به تر هغه وخته د فلسطین د مظلومو خلکو ترڅنګ ولاړ وي څو چې اشغال پای ته نه وي رسېدلی او فلسطیني ولس خپله ازادۍ نه وي تر لاسه کړی.
هغه د اسلامي هېوادونو پر مشرانو یوځل بیا غږ وکړ چې د اشغالګرو ملاتړ باید پای ته ورسوي او د فلسطین د ولس مشروع حقونو په ملاتړ کې یو موټی دریځ خپل کړي.


















