د حماس لوړ پوړی غړی غازي حمد: “موږ به یوه تشه مرمۍ هم چاته ورنکړو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د روسي چارواکي “میخایل ویتکوف” له هغو څرګندونو وروسته، چې ویلي یې وو حماس ښايي د خپلو وسلو د تسلیمولو ته چمتو وي، د حماس لوړ پوړي مشر غازي حمد تازه څرګندونې کړې دي.
غازي حمد په یوې مرکه کې په ټینګار سره ویلي:
“موږ به حتی یو تشه مرمۍ هم چاته ورنکړو، ځکه وسلې زموږ د مقاومت او ازادۍ د لاسته راوړلو تضمین دی.”
نوموړي زیاته کړې، چې د حماس د وسلو اېښودل د فلسطین د ازادۍ او د اشغال پر وړاندې د مبارزې د پای ته رسولو معنا لري، او دا کار هېڅکله نهشي کېدای.
د غزي حمد دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د غزې جګړه لاهم روانه ده او د مقاومت ډلې وایي تر هغه چې اشغال پای ته نه وي رسېدلی مقاومت ته به دوام ورکوي.



