د سوریې سوېدا څخه د پوځ تر وتلو وروسته یوځل بیا نښتې پیل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د سوریې له سویداء ولایت څخه د حکومتي ځواکونو تر وتلو وروسته یوځل بیا په دغه ښار کې د سُني قبایلو او دروزي ملېشو ترمنځ خونړۍ نښتې پیل شوي دي.

راپورونه وایي، چې سُني قبائل د سوېدا جنوب لوېدیځ کې د “عری” ښارګوټي پر لور د پرمختګ هڅه کوي؛ خو دروزي ملېشو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې له دغو نښتو سره سره د دواړو لورو د کنټرول لاندې سیمو په حالت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د ویلو ده، چې ځینې ناتائید شوي راپورونه وایي، چې صهیونیستي اشغالګر یوځل بیا د سُني قبایلو پر مرکزونو هوایي بریدونه پیل کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button