ولسمشر اردوغان: ډېر ژر به اقصی کې د فتحې لمونځ ادا کړو؛ موساد: که سوریه کې ترکي ملیشې ارام ته پرېښودل شي د اردغان خوب په حقیقت بدلیدلی شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د یوې وینا پر مهال ویلي، چې ډېر ژر به د اقصی په حریم کې د فتحې لمونځ ترسره کړي. نوموړي زیاته کړه: “هغه کوڅې چې زموږ د نشتوالي له امله خپه شوې دي، او موږ هم د هغوی پر فراق خپه یو، ډېر ژر به ورسره یوځای شو.”

په ورته وخت کې د اسرائیلو د استخباراتو پخواني افسر “هرتسوګ موسی” د ولسمشر اردوغان څرګندونې تائید کړې دي. موسی ویلي: “اردوغان ریښتیا وایي، ځکه که په سوریه کې د هغه ملیشې یوازې پنځه کاله په ارامه توګه واکمني وکړي، د اسرائیل په نامه جغرافیه به په نړۍ کې نه شي پاتې.

د ویلو ده، چې کارپوهان د ولسمشر د اردوغان دا څرګندونې په سیمه کې د ترکیې د نفوذ د پراخېدو لپاره یوه تبلیغاتي هڅه ګڼلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button