يمني ځواکونو اشغال شوي فلسطین کې درې صهيونيستي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسله‌والو ځواکونو هوايي ځواک اعلان کړی چې د فلسطین د مظلوم ولس د ملاتړ او د صهیونیستي رژیم د ظلمونو په ځواب کې یې درې ځانګړي پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د یمني ځواکونو په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، چې دغه عملیات د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي او په ترڅ کې یې د صهیونیستي رژیم درې مهم پوځي اهداف په نښه شوي دي. دوه بریدونه د یافا او عسقلان په سیمو کې پر نظامي هدفونو شوي، او درېیم برید د اشغالي فلسطین د حیفا بندر په لور شوی دی.

یمني چارواکو ویلي، دا عملیات د غزې له ولس سره د دیني، انساني او اخلاقي مسؤلیت پر بنسټ ترسره شوي، څو د اسرائیلي یرغل، محاصرې، لوږې او نسل‌وژنې پر وړاندې د فلسطینیانو ملاتړ وشي. هغوی دا هم زیاته کړې چې یمن به د فلسطین د مجاهد ولس تر څنګ ولاړ وي، او تر هغه به خپلو ملاتړیزو عملیاتو ته دوام ورکړي، څو چې جګړه ودریږي او محاصره پای ته ورسیږي.

په بیانیه کې د مسجد الاقصی د سپکاوي، د غزې د محاصرې او د بشري فاجعې پر وړاندې د اسلامي نړۍ چوپتیا یو تاریخي شرم بلل شوی، او ټینګار شوی چې دغه غفلت به ناوړه پایلې ولري.

د یمن وسله‌والو ځواکونو دا عملیات د خپل ولس، مشرتابه او پوځ د ایماني هوډ یوه نښه بللې او په راتلونکي کې يې د دغه ډول بريدونو د دوام خبرداری ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button