غزه؛ د مقاومت ځواکونو برید کې ۷ تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ځايي سرچینو د راپورونو له مخې، د غزې په منځنۍ برخه کې د مقاومت ځواکونو پر صهیونیستي پوځیانو کمیني برید کړی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه اووه عسکر وژل شوي دي.
سرچینې وایي، برید هغه مهال ترسره شو کله، چې د صهیونیستي اړوند د ځانګړو ځواکونو غړ سیمه کې د لټون عملیات کول، چې د مقاومت ځواکونو له کمین سره مخ شول.
راپور زیاتوي، چې له برید وروسته د صهیونیستي پوځیانو او مقاومت ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې، چې په نتیجه کې صهیونیستي پوځ ته نور تلفات هم اوښتي، خو د دقیق شمېر په اړه یې کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
د ویلو ده، چې د مقاومت ډلې وایي، تر هغو به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، څو چې صهیونیستي یرغل پای ته نه وي رسېدلی او د غزې محاصره نه وي ختمه شوې.



