د غزې د مرستو مرکزونو ته څېرمه ۵۴ تنه ورک دي، اسرائیلي پوځ یې برخلیک نهښيي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د بشري حقونو لپاره فعالې مؤسسې “الضمير” راپور ورکړی، چې د غزې په تراړه کې د اسرائیلي او امریکايي مرستو د وېش مرکزونو ته څېرمه ۵۴ تنه فلسطینیان لا هم ورک دي او برخلیک یې تر اوسه معلوم نهدی.
“الضمير” په هغو څرګندونو کې چې د “مرکز الفلسطيني للإعلام” لهخوا خپاره شوي، ویلي چې له مرستو مرکزونو سره نږدې د ورکو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، خو د اشغالګرو ځواکونو له لوري تر اوسه د دوی برخلیک نهدی څرګند شوی.
یادې مؤسسې دا هم تایید کړې، چې اسرائیلي پوځ د مرستو د تمه کوونکو پر وړاندې د هدفمندو بریدونو ترڅنګ، د هغو کسانو جسدونه هم له سیمې نهشي راایستل کېدلی، کوم چې تر برید وروسته وژل شوي وي. ځینې جسدونه بیا د اشغالګرو لهخوا د ځمکې لاندې شوي او یا هم له منځه وړل شوي دي.
“الضمير” ویلي، چې هغوی مستند شواهد لري، چې پر بنسټ یې مرستو ته انتظار کوونکو خلکو په منځ کې د ماشومانو په ګډون، ګڼ کسان د اسرائیلي ځواکونو لهخوا نیول شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرستو انتظار کوونکو پر ضد بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ تنه شهیدان شوي او ۵۱۱ نور ژوبل شوي دي.
د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي، چې که د مرستو د وېش لپاره یو باامنه میکانېزم رامنځته نهشي، نو د مړو، ژوبلو او ورکو کسانو شمېر به لا لوړ شي.



