حزب الله: صهیونیستي پوځ دې له لبنان څخه په بشپړ ډول شاتګ وکړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ “حزب‌الله” مشر “شیخ نعیم قاسم” اعلان کړی، چې صهیونیستي پوځ هېڅ داسې انتخاب نه لري پرته له دې چې له لبنانه په بشپړه توګه شاتګ وکړي، او ټینګار یې کړی چې دا ډله د اسرائیل سره هر ډول اړېکې جوړول ردوي.
هغه د عاشورا په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې حزب‌الله نه عادي اړېکې مني، نه د دښمنۍ حالت پای ته رسېدل، نه اسرائیلو ته کوم امتیاز، او نه هم د لبنان په خاوره کې د اسرائیلي ځواکونو محدود حضور منلای شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې لبناني او اسرائیلي چارواکي په واشنګټن کې د امنیتي او سرحدي مسایلو په اړه مستقیمې خبرې اترې کوي.
حزب‌الله چې د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ لري، لا هم د لبنان له خاورې څخه د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل د خپلو اساسي شرطونو څخه بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button