په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د لوږې له امله ۵ تنه نور مړه شوي، د لوږې ټولو مړو شویو شمېر ۱۸۰ ته ورسېد

کابل ټکی کام (ډوشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۴ل)
د فلسطين د روغتيا وزارت ويلي، د غزې تړانګې روغتونونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د لوږې له امله پنځه تنه نور مړه شوي دي.
ياد وزارت نن په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د لوږې او خوارځواکۍ له امله د ټولو مړو شويو کسانو شمېر اوس ۱۸۰ تنو ته ورسېد، چې له ډلې يې ۹۳ تنه ماشومان دي.
د يادونې وړ ده چې اسرائيلو له مياشتو راهيسې غزه سخته محاصره کړې، د خوراکي توکو، دوا او نورو اړينو موادو د داخلېدو ټولې لارې يې تړلي او لکونه کسان يې له سخت انساني بحران او د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ کړې دي.



