د غزې جګړې له امله د اسرائيلي پوځیانو ځانوژنې زياتې شوي؛ ۵۴ اسرائيلي پوځيانو ځانونه وژلي 

کابل ټکی کام ( ۱۴۰۴ زمري ۱۴):

د اسرائيلي پوځ د تحقيقاتو يو راپور ښيي، چې د غزې جګړې د اسرائيلي پوځیانو پر رواني حالت ژور منفي اغېز کړی، چې له امله یې د ځانوژنې پېښو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

راپور څرګندوي، چې له ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اوومې نېټې وروسته تر دې دمه لږ تر لږه ۵۴ اسرائيلي پوځيانو ځانونه وژلي دي.

د ورکړل شويو شمېرو له مخې، يوازې په ۲۰۲۴م کال کې ۲۱ پوځيان، په ۲۰۲۵م کال کې تر اوسه ۱۶، او په ۲۰۲۳م کال کې له جګړې وروسته ۱۷ تنو پوځيانو ځان وژنې کړي دي.

په راپور کې همداراز راغلي، چې شاوخوا ۳۷۷۰ تنه پوځيان د جګړې له امله له شديدو رواني ستونزو سره مخ شوي دي. سرچينه زياتوي، چې د جګړې له پيله تر ۱۹ زرو زيات پوځيان ژوبل شوي، چې ډېری یې د رواني ضربو تر څنګ فزيکي ټپونه هم لري.

د راپور له مخې، شاوخوا ۱۰ زره هغه پوځيان چې په غزه کې ټپيان شوي، دا مهال له سختو رواني غبرګونونو سره مخامخ دي او دوامدارې رواني درملنې ته اړتيا لري.

د يادونې وړ ده، چې د غزې جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه د اسرائيلي پوځ له خوا پيل شوه، چې لا هم دوام لري او درانه بشري تلفات يې اړولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button