یمني ځواکونو تل ابیب کې مهم پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو اعلان کړی، چې د توغندویو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله یې د صهیونیستي رژیم پلازمېنه تل ابیب کې مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.
د یمني پوځ ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي چې دغه بریدونه د فلسطین د مظلوم ملت د ملاتړ او د صهیونیستي رژیم د روانو جنایاتو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې بریدونو د اشغالګرو پوځي تأسیساتو ته دارنه زیانونه اړولي، خو د دښمن رسنۍ هڅه کوي برید کې د اوښتو زیانونو کچه پټه وساتي.
د یمن وسلهوالو ځواکونو یوځل بیا ټینګار کړی، چې تر هغه وخته به د صهیونیستي رژیم پر اهدافو بریدونه روان وي څو د غزې پر ولس د وحشیانه یرغل لړۍ پای ته نه وي رسېدلي.



