حماس: ځینې عربي هېوادونه او د محمود عباس اداره د مقاومت د له منځه وړلو ناکامه هڅه کوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلام غورځنګ لوړ پوړي غړي “موسی ابو مرزوق ویلي، چې د فلسطیني ادارې ځینې غړي او یو شمېر عربي هېوادونه په پټه له لوېدیځو هېوادونو څخه غزه کې د مقاومت د له منځه وړلو غوښتنه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی له یمن، حزب الله او لوېدیځه غاړه کې له خپلو وروڼو څخه د کلک ملاتړ تمه لري؛ خو د رام الله د ادارې، عربي هېوادونو او د محمود عباس له “شرموونکي چلند” څخه مایوسه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button