کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي مقاومت حماس پوځي څانګې «القسام» لېوا اعلان کړی، چې د غزې ښار په “شیخ رضوان” سیمه کې یې ځینې هغه کسان په عام محضر کې اعدام کړي، چې د بشري مرستو په غلا، فساد او صهیونیستي ريژیم ته په جاسوسۍ تورن وو.
د القسام په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادو کسانو د مرستو د وېش پر مهال د ډوډۍ، اوبو او نورو اړینو توکو د غلا هڅه کوله، چې د دوی د استخباراتي او امنیتي ډلو لخوا ونیول شول. او وروسته له څېړنو پرېکړه وشوه، چې د خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره د هغوی پر ضد سزا عملي شي.
د حماس د پوځي څانګې په وینا، دغه اقدام د دې لپاره ترسره شوی، چې په راتلونکې کې د مرستو د لوټلو مخه ونیول شي او ډاډ ترلاسه شي چې مرستې یوازې مستحقو کسانو ته رسېږي.
عیني شاهدانو الجزیرې ته ویلي، چې دا ډلیز اعدامونه د سیمې اوسېدونکو په حضور کې ترسره شوي او دا مهال د مرستو وېش بېرته په منظم ډول پیل شوی دی.
د ویلو ده، چې تر دې دمه د اعدامیانو کره شمېر نه دی څرګند شوی؛ خو غزه کې د یاسر ابو شباب ډلې ویلي، چې اعدامیانو کې ۴ یې له دوی سره اړېکه لرله.

















