کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې په هر هېواد کې اساسي قانون سیاسي اړخ لري او اسلامي امارت د افغانستان د حکومت ټول فعالیتونه د اسلامي شریعت مطابق پر مخ وړي.
نوموړي ملي ټلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړه چې د اسلامي امارت په محاکمو کې پرېکړې د فقهي قوانینو پر اساس کېږي او د بیا واکمنېدو له وخت راهیسې دغه قوانین تر هر وخت پیاوړي شوي دي.
دغه راز ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د زمینې په برابرېدو به د افغانستان پر اساسي قانون هم کار وشي.
مجاهد ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت نور د قانون له خلا سره مخ نه دی او د امنیت ټینګښت، د افغانیو ارزښت ساتل، د سوداګرۍ پراختیا، د صادراتو زیاتوالی، د صنعتي فعالیتونو وده، د سترو اقتصادي پروژو پیل، د سړکونو جوړول، د اوسپنې پټلۍ پراختیا، د منظم پوځ، پولیسو او استخباراتي دستګاه جوړول او د فساد مخنیوی د تېرو څلور کلونو د مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د اسلامي امارت ویاند همداراز د روسیې له خوا د امارت په رسمیت پېژندلو یادونه کړې او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې ورته ګام پورته کړي.


















