غزه کې په ۲۴ ساعتونو کې د اسرائيلي اشغالګرو بريدونو کې ۶۱ فلسطینیان شهیدان شوي، ډيری يې د مرستو انتظار کوونکي و

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۴ل)

د غزې د روغتونونو سرچینې وايي چې له نن سهار راهیسې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان شهیدان شوي چې ۱۱ تنه یې د مرستو په تمه ولاړ ملکيان وو.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۱ فلسطینیان شهیدان شوي او ۳۶۳ تنه نور ټپیان دي. یوازې د مرستو منتظرینو له ډلې ۳۵ کسان شهیدان شوي او ۳۰۴ نور ټپیان شوي دي.

د وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې تر اوسه د اسرائیلي یرغل له امله د شهیدانو شمېر ۶۱ زره او ۴۳۰ او د ټپیانو شمېر ۱۵۳ زره او ۲۱۳ تنو ته رسېدلی دی.

چارواکي وايي چې د جګړې دوام او د مرستو مخنیوي د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې ده.

په غزه کې د بې‌سرحده سازمان ډاکټرانو د نرسانو مشرې ويلي، په غزه کې روانه لوږه طبیعي پېښه نه ده، بلکې د انسانانو د کړنو او پالیسیو له امله رامنځته شوې ده، او که سیاسي او اداري اراده موجوده وای، د دې لوږې مخه نیول کېدای شوه.

هغې د هوا له لارې د مرستو غورځول خطرناک او غیر مؤثر بللي او ټینګار یې کړی چې په غزه کې هره ورځ شاوخوا ۲۸ ماشومان د جګړې او لوږې له امله وژل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button