کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۴ل)
د حماس د سیاسي دفتر غړي اسامه حمدان ویلي چې د اوربند په اړه د منځګړو هېوادونو هڅې لا هم روانې دي، خو تر اوسه دوی ته د کوم نوي پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی.
حمدان ټینګار کړی چې د حماس اساسي هدف د اسرائیلي یرغل پای ته رسول، د غزې د تړانګې د ټولو لارو پرانیستل او د کلابندۍ ختمول دي.
هغه ویلي چې د اشغال تر موجودیت پورې د مقاومت وسلې یو مشروع حق دی او دغه مبارزه به د یوه خپلواک او باسیاسته فلسطین تر جوړېدو دوام ولري.
د هغه په وینا، د وروستيو خبرو اترو په لړۍ کې د پام وړ پرمختګ شوی و، خو د اسرائيلي چارواکو څرګندونو دغه هڅې شنډې کړې.


















