کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو د اشغال شوو سیمو ځانګړې کمېشنره فرانشیسکا البانېزي ویلي چې نړۍ د غزې په تړاو د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې او د ژورنالېستانو، ډاکټرانو او ملکي وګړو د خونديتوب په برخه کې یې ناکامي کړې ده.
نوموړې ټینګار کړی چې د اسرائیلو زړې ادعاوې نورې د نړۍ د خلکو د قانع کولو لپاره بسنه نه کوي او دا هېواد ژورنالېستان په څرګنده توګه د حماس د غړیتوب په پلمه وژني، پر ځای یې چې د هغوی د خوندي فعالیت شرایط برابر کړي.
د البانېزي په وینا، د فلسطین په اړه د نړۍ د خلکو د نظر بدلون د اسرائیلو پر ضد د پراخو بایکاټونو په څپه کې څرګندېږي، خو دا به تر هغه وخته جګړه ونه دروي څو چې هېوادونه په مستقیم ډول مداخله ونه کړي، پر اسرائیلو بندیزونه ولګوي او د محاصرې د ماتولو لپاره د خوراکي توکو او درملو ډکې کښتۍ ونه لېږي.


















