کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
غزه کې د صهیونیستي اشغالګرو پر پوځي کاروان زورورې چاودنې شوې چې په پایله کې ګڼ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ټپیان دي.
د عیني شاهدانو په ویناچاودنې د غزې په ختیځ کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د اشغالګرو یو لوی پوځي کاروان د عملیاتو له سیمې څخه د وتلو په حال کې و. د چاودنې له امله د پوځیانو زغره وال موټرونه او نور وسایط سخت زیانمن شوي او ځینې یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
سرچینې وايي، له پېښې وروسته د اشغالګرو ځواکونه سیمې ته نور ځواکونه ولېږل او د اوږدې مودې لپاره یې شاوخوا ساحه کلابنده کړه. د پېښې کره مرګ ژوبله د اشغالګرو له لوري نه ده اعلان شوې؛ خو د سیمه ییزو سرچینو د اټکل له مخې، څو تنه پوځیان ځای پر ځای وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د برید مسؤلیت مقاومت ځواکونو منلی او د ټولو په استازیتوب “صلاح الدین” لېوا خپره کړې خبر پاڼه کې ادعا کړې، چې ۱۱ زغروال ټانکونه یې ویجاړ کړي، چې په پایله کې ۱۸ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















