د امریکا په پنسلوانيا کې چاودنې دوه تنه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د امریکا د پنسیلوانیا ایالت په «کلیرتون کوک ورکس» تولیدي فابریکه کې د دوشنبې په ورځ د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، د چاودنې لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او له سیمه ییزو اوسېدونکو غوښتل شوي چې د لوګیو تر ورکېدو پورې د خپلو کورونو کړکۍ وتړي.

«کلیرتون کوک ورکس» د امریکا د کوک تر ټولو لویه تولیدي فابریکه ده چې شاوخوا ۱۳۰۰ کسان په‌کې کار کوي.

کوک د ډبرو له سکرو تر لاسه کېدونکي جامد سون‌توکي دي چې د فولادو په تولید کې کارول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button